د اوښکو ملګریباران ورېده. سارا د کړکۍ تر څنګ ناسته وه، سترګې یې لمدې وې.
ورور یې ورو ورنږدې شو: "ولې ژاړې؟ باران خو "څوک نه ژړوي.سارا ورو وویل: "دا باران نه دی… زما سترګې "ووري.ورور یې له جېبه دستمال راویست او د هغې اوښکې یې پرې وچې کړې.— ښه ده، زه به دا وساتم. که بیا غم درته مخه کړه، ورته وایو چې ته ملګری لرې.سارا موسکۍ شوه. د باران څاڅکي او د هغې وروستۍ اوښکه په دستمال کې ګډ شول.۱۴۰۴.۵.۲۴
برچسب: نویسنده: النا رستمی تاريخ: شنبه 31 مرداد 1405 ساعت: 13:06
لنډه کیسه:بېسکونه چوپتیا
باران د کړکۍ ښیښه وټکوله. ډېوه د کړکۍ ترڅنګ ولاړه وه. چاییې په لاس کې یخ شوی و، خو کاتهیې لا هم ګرم وو.د وره غنګا شوه، مور یې غلې کوټې ته راننوته:"لا هم هېڅ نه وایې؟ لورې، لږ وغږېږه، خبرې وکړه.ډېوې له یوې ترخې موسکا سره ورو وویل: "مورې... یو وخت به چوپتیا سکون راکاوه، خو اوس؟ اوس راته یوه سزا ښکاري.مور لږ ور وړاندې شوه:"چوپتیا خو پخوا هېڅکله دومره درنه نه وه..."ډېوې یوه ژوره ساه واخیسته:"هو... خو اوس داسې احساسوم، لکه هغه خبرې چې ما باید کړې وای، و نه کړې... اوس وخت
برچسب: نویسنده: النا رستمی تاريخ: شنبه 31 مرداد 1405 ساعت: 13:06
کیسه د شعر په بڼهنیمګړې مینه، نیمګړې کیسه
هغه یې خوښېده،بېقید و شرطه، بېمنته.ته وا، خپل ټول شتون یې د یوې نګاه، یوې خوږې موسکا او یو نري غږ لپاره وقف کړی و.خپله مینه ورته پوره ښکارېده،لکه هغه شعر، چې وزن او قافیهیې هېڅکله نه ماتېږي.خو ژوند…ژوند تل له نیمګړو کیسو سره ډېر عاشقانه چلند لري.هغوی د مینې لاس نیولی و،خو هر وار چې پای ته نږدې کېدل،تقدیر بڼه اړوله.اوس،هغه پاتې دی،او هغه عکس، چې پر شونډو یې خوره موسکا زړونه سکونډي.او یو زړه،چې هره شپه تر سهاره، له نیمګړې کیسې سره په ویښه تېروي…یوه پور
برچسب: نویسنده: النا رستمی تاريخ: شنبه 31 مرداد 1405 ساعت: 13:06
لنډه کیسه:د وچو اوبو پر ژۍ
لعل جان د کلي وروستی کس و چې لا هم زړه یې له خپل ټاټوبي نه شکېده. نور ټول کډه شوي وو. کوڅې له دوړو ډکې وې. د جومات ملا له دوو جمعو راهیسې نه و راغلی.څاه، چې د کلي د منځ سترګه وه، اوس یې کاته وچ وو. د ډبرو له منځه به نور یو څاڅکی هم نه راوت. ماشومان له تندې داسې ژړل لکه جل وهلې سپرغۍ چې د باران چیغې وهي.نازو، د لعل جان مېرمن، له څلورو ورځو راهیسې دواړه پښې په یوه موزه کړې وې او ويل يې: "سړیه، نور نه کېږي! کلی نور پاتې بوله!"لعل جان نور خپلې اوږې درنې احساسولې. هر سهار
برچسب: نویسنده: النا رستمی تاريخ: شنبه 31 مرداد 1405 ساعت: 13:06
لنډه کیسه:چای
کله چې په سپوږمۍ کې د څوارلسمې څنډې اوسېدونکی شوم، هوا یې یخه وه خو همیشه یې بهار رایاداوه.یو کوچنی ماشین مې درلود، هره ورځ یې د ځمکې یوه خاطره چای ته اړوله.ما په پیاله کې چای ته کتل. ختونکی تاو یې د خپل کلي د ګرمې نانوایۍ وره ته ودرلم چې خلاصېدو سره یې، کلی د تازه ډوډۍ خوږ بوی په سر اخیسته.ځان سره مې وویل:«کاشکې دغه چای یوازې خوشبویي درلوده، نه یادونه.»ماشین ته مې وکتل، ویې ویل:«دا خاطره نه ده، دا ژوندی ذهن دی. دوه ځایه اوسېدل دي.»د چایو پیاله مې بیا ډکه کړه، سپوږمۍ په ډډه واوښته
برچسب: نویسنده: النا رستمی تاريخ: شنبه 31 مرداد 1405 ساعت: 13:06
خړ سیورید خندا غږ یې، په نري شمال کې، له شنو ونو هم خوږ و. غوټۍ نومېده. خلکو ویل، هغه د ښاپېریو له ټبره ده. کله چې به غوټۍ خپه وه، سپین بازان به یې پر بام کېناستل. خو غوټۍ به دا خبره نه منله: "زه بشر یم، خو زړه مې… زړه مې شاید له بلې نړۍ دی."
غوټۍ په یو ځوان مئینه وه چې کله کله به یې دلته راپېښه کوله. هغې ایاز باله. ایاز هر ځل به داسې ایسیده لکه چې همدا شېبه له اوږده خوبه راویښ شوی وي.د ایاز له راتګ سره به دواړه، ډېر وخت د سیند پر غاړه ناست وو. بره د اسمان په سپينو ورېځو کې به یې ځان ته کورګکي
برچسب: نویسنده: النا رستمی تاريخ: شنبه 31 مرداد 1405 ساعت: 13:06
کیسهګۍ:هنداره
په زړو توکو پسې روان هلک، د تنګې کوڅې پای ته رسېده.په کراره کراره یې قدمونه اخیستل. پښې یې لوڅې وې، وېرېده چې پر څه و نه لګېږي.هر څو ګامه وروسته، پر اوږه یې درنه بوجۍ سموله.د نهیليو په توپان کې، د یو زوړ، درز شوي دیوال ترڅنګ ودرېد.پر مخامخ دېوال لګېدلې هندارې یې نظر خپل کړ.هنداره کې یو بل هلک ولاړ و.پاک، ښکلی یخنقاق او پتلون یې په ځان و.د ښوونځي بکسه یې پر اوږه او خوله یې له موسکا ډکه وه.هلک خپل ځان ته وکتل: څېرې جامې، خړهپړه څېره، له دوړو ډکه.حیران و. ورو یې تر شونډو لاندې ووی
برچسب: نویسنده: النا رستمی تاريخ: شنبه 31 مرداد 1405 ساعت: 13:06
ورک ماشومتوبجلکۍ، له جبري کډې کولو، کلونه وروسته، راګرځېدلې وه.
لاس یې پر زنګ خوړلې بټنه کېښوده، خو نه د دې لپاره چې څوک ور پرانېزي، غوښتل یې د تېر وخت غږ واوري.ورو یې له ځانه سره وویل: " که لا هم دلته څوک وي، غږ به مې وپېژني؟"هغه ور چې یوه ورځ په شوق خلاصېده، اوس غلی و او تر شا یې له کلونو تر دوړو لاندې خاطرې پټې وې.ماشومتوب یې په ذهن کې په ترپکو شو: "ولې دومره وځنډېدې؟"هغه د چا لیدو لپاره نه وه راغلې، غوښتل یې ځان ته غاړې وځي، له هغې ورکې ماشومې سره چې همدلته، د همدې وره تر شا، ورنه هېره شوې
برچسب: نویسنده: النا رستمی تاريخ: شنبه 31 مرداد 1405 ساعت: 13:06
کیسهګۍسوځېدلی خیال
ملابانګ راویښ شوم، کوټه کې هیڅوک نه وو. بسترې ته مې وکتل، زه هم نه وم. ښیښه کې، هېڅ انځور نه ښکارېده.د کور دروازې خلاصې راکتلې، خو نه څوک تلل او نه راتلل. کوټه تشه وه، حتی له ما.غږ مې وکړ، خو خپل غږ مې وانه ورېد. سیوری مې هم نه و، له لاسونو مې حس ختلی و. یوازې یم، خو یوازیتوب هم نه وایي چې درسره یم.غوږونو کې مې بونګهاری شو: "ته نور نشته یې."په غوږونو مې لاس کېښود، احساس مې وکړ چې هغه غږ زما و... هغه زه وم، یو سوځېدلی خیال.۱۴۰۴.۴.۵
برچسب: نویسنده: النا رستمی تاريخ: شنبه 31 مرداد 1405 ساعت: 13:06